Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 اګست 7

نړیوال بانک: موجودې اقتصادي لاسته راوړنې باید پراخې او وساتل شي


اقتصادي استحکام د سوداګرۍ اړوند اصلاحاتو او ښو راتلونکو ټاکنو په ترسره کولو پورې اړه لري

کابل – د ۱۳۹۷ کال د زمري ۸مه (۲۰۱۸ کال ۷مه): د افغانستان لپاره د نړیوال بانک وروستي اقتصادي راپور له مخې ښايي د هېواد وروستۍ اقتصادي لاسته راوړنې د خطر سره مخامخ شي.

د نړیوال بانک د شپږ میاشتني راپور پر اساس چې نن خپور شو، د افغانستان اقتصادي ودې د زیات شمېر نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د پام وړ کموالۍ موندلی دی، چې په پایله کې یې امنیتي وضعیت خراب او سیاسي بې ثباتۍ په ځانګړي ډول د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو وروسته هم د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی، خو اوس د اصلاحاتو په پلي کېدو او بېرته د خلکو اعتماد په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د دې هېواد اقتصاد د بدلون او ښه کېدو په حال کې دی. .

خو بیا هم، ښکاري چې د اقتصادي ودې بهیر، د ټاکنو د بېلابېلو اړخونو په نتیجه کې د متوقع پایلو، پر کاروبار د اعتماد کموالي، وچکالۍ په پایله کې وضعیت د لاخرابېدو، او پڅو اقتصادي فعالیتونو کې د ستونزو له امله د خطر سره مخامخ شي. د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو، چې د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې ترسره کیږي او ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو، چې د ۱۳۹۸ کال د وري په میاشت کې به ترسره شي، له امله د احتمالي سیاسي بې ثباتۍ په پایله کې خطرناکو او ستونزمنو شرایطو ته په پام سره، په  ۱۳۹۷ مالي کال کې اقتصادي وده ۲،۴ سلنه اټکل کیږي.

"دا څرګندونې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر، شوبهم چوهدري وکړې او زیاته یې کړه چې: "اوسمهال له نیمايي ډېر افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي. نو موږ نشو کولای چې په اقتصادي او پرمختیايي ډګر کې د موجودو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو شاهدان واوسو."

د نړیوال بانک وروستۍ راپور ښيي، چې د افغانستان دولت لویې اقتصادي پالیسې د اوسنیو شرایطو لپاره ځواب ویونکې او مناسبې ارزول کیږي. په ۱۳۹۶ کال کې مالي کسر چې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۰،۵ سلنې په شاوخوا کې برخه یې جوړوله، ټیټ ؤ او تمه کیږي، چې په ۱۳۹۷ کال کې به هم مالي کسر په همدې کچه وي. دا کسر به اصلاً د نغدو زېرمو څخه چې په ښه حالت کې قرار لري، تمویل کړای شي. . د مصرفي توکو د بیو انفلاسیون په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ۳،۱سلنې سره په معتدل وضعیت کې ؤ او تمه کیږي، چې د ۱۳۹۷ مالي کال په اوږدو کې په هم همدې ډول پاتې شي.

ښاغلي چوهدري په دې اند دی چې، په اوسنیو شرایطو کې د موجودو اقتصادي لاسته راوړنو، د هغې دوام او پراخوالۍ، سوداګریز چاپېریال ښه والۍ او خصوصي پانګونې جلبول، کاري فرصتونو رامنځ ته کول او له ستونزو پرته ټاکنیزو پروسو ترسره کول به د دولت ډېرو هڅو ته اړتیا ولري. نوموړي زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه هم باید "خلکو د اعتماد ساتلو، او همدارنګه د اصلاحاتو د پلي کېدا په موخه، چې ډېر د اهمیت وړ دي، د دولتي نهادونو د غښتلتیا او ظرفیت لوړولو په موخه د ملاتړ د دوام" له لارې خپل کلیدي رول ولوبوي.

دې فرضیې ته په کتو سره چې راتلونکې ټاکنې نسبتاً ښې ترسره شي، امنیتي وضعیت نور خراب نشي، د ۱۳۹۳ کال ټاکنو وروسته ورته سیاسي بی ثباتي تکرار نشي، نړیوال بانک په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ودې تدریجي ګړندیتوب پېشبیني کوي. تمه کیږي، چې دغه او په همدې ډول په ۱۴۰۰مالي کال کې ۳،۶ سلنې ته لوړه شي. همدارنګه ښاغلي چوهدري زیاته کړه چې د بېوزلۍ پر وړاندې اغېزمنه او ګټوره مبارزه چټکې اقتصادي ودې ته اړتیا لري. نوموړي وویل "چټکه او د پام وړ اقتصادي وده په استخراجي صنایعو، انرژۍ او مخابراتو او مواصلاتو کې د پانګونې د بسیج له لارې غښتلې کېدای شي او همدارنګه د افغان ځوانانو او ښځو له مهارتونو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ د کاري فرصتونو د ظرفیتونو د تحقق په برخه کې د ګامونو پورته کولو له لارې د کرنیز سکټور او کرنیزې سوداګرۍ څخه ترلاسه کیږي."


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/۲۰۱۸

اړیکه

واشنګتن
ایلینا کربان
۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
کابل
عبدالرووف ضیاء
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api