Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 مارچ 6

د نړیوال بانک تازه رپوټ : د نا امنیو سربیره، پرمختګ: په افغانستان کې د روغتیا سکتور د پام وړ لاسته راوړنو شاهد دی


د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۶مه، واشنګټن ـ د نړیوال بانک یو تازه رپوټ ښیې چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې هان په نا امنو او ګواښمنو سیمو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول د پام وړ پرمختګونو شاهد دی. دغه رپوټ چې د نا امنیو سربیره، پرمختګ: په افغانستان کې د روغتیايی خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی تر عنوان لاندې خپور شوی دی، وايي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د نا امنیو په پراخیدو سره د روغتیايي سکټور ځینې لاسته راوړنې اغیزمنې شوې دي، او په دغه سکتور کې د پراختیا بهیر یې ټکنی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د تخمینونو له مخې، د ۲۰۰۳ کال په پرتله په ۲۰۱۵ کال کې تر  پینځو کلونو څخه ټیټ عمر لرونکي  د ماشومانو د مړینې کچه ۳۴ سلنه کمښت موندلی دی. دا په دې معنی ده چې په ۲۰۱۵ کال کې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو ولادتونو کې د ۹۱ ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی، په داسې حال کې چې دا شمیره په ۲۰۰۳ کال کې په هرو ۱۰۰۰ ژوندیو ولادتونو کې ۱۳۷ وو. د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د قد ټیټوالی یعنې د قد هغه وده چې د معیاري حالت نه ټيټ وي، هر کال ۲ سلنه کمښت لرلی، چې په دې برخه کې تر لاسه شوی پرمختګ د نورو هیوادونو د شمیرو په پرتله چې د نړیوال منځني حد له مخې په کال کې ۱.۳ سلنه دی، د څرګنده پرمختګ ښکارندوی دی.

د همدې رپوټ موندنې ښیې چې په وخت سره د روغتیايي خدماتو پراختیا او د پیاوړي روغتیايي سیستم رامنځته کول، د دغې پرمختګ له مهمو عواملو څخه ګڼل کيږي. د بیلګې په توګه، تر ۲۰۱۰ کال پورې په نا امنو سیمو کې د روغتیايي ماهرینو له خوا د درملنه کیدونکو امیندوارو میندو شمیر ۳.۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی، او همداشان په هر کال کې د درملو په مټنه د امیندواری  څخه مخنیوی او د روغتیايي کارکوونکو په مرسته  د ماشومانو زېږون، ۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی. دغه رپوټ ، روغتیايي سیستم په عمومي توګه په شپږو برخو کې څېړلی دی چې له هغې ډلې نه: د روغتیايي کارکوونکو د پوهې کچه، د زیربناګانو کیفیت، روغتیايي امکاناتو او درملو او واکسینونو ته  لاسرسي مهمې برخې ګنل کېږي. له ۲۰۰۳ زېږدیز کال را پدیخوا، افغانستان د سختو امنیتي شرایطو باوجود په ځینو روغتیايي شاخصونو کې د پرمختګ او پرله پسې ښه والې شاهد و.

د نړیوال بانک د روغتیا، خوراک او وګړو د برخې ستر مشر، تم ایوانز په دې اړه وویل: "د افغانستان د روغتیا د سکتور لاسته راوړنې د شته ناکراریو باوجود، پرته له شک څخه یو بریالیتوب دی چې نړۍ یې باید ترې زده کړي". نوموړي زیاته کړه : "د پام وړ او مهم ټکی دا دی، په اوسنيو سخطو شراېطو کې د شاتګ اوستونزو باندې د سترګو پټولو پر ځای، روغتیايي سیستم د پرمختګ په حال کې دی تر څو د ټولو افغانانو په تیره بیا د میندو او ماشومانو روغتیا تضمین شي."

په دې برخه کې د افغانستان د بریالیتوب یو مهم لامل په هیواد کې د روغتیايي خدماتو  د وړاندې کولو لپاره   د یوه نوښتګرانه ماډل پلي کول دي. د یادونې وړ ده چې نادولتي موسسې (NGOs) د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په لومړۍ لیکه کې دي، او اوسمهال د همدې موسسو ۷۲ سلنه افغان انجوګان دي. افغان دولت د مالي سرچینو د ټینګښت، د فعالیتونو د همغږۍ، په کلیدي برخو کې مقرراتي او څارنیز چوکاټ او د اغیزمنو ملي روغتیايي کمپاینونو د ترسره کولو لپاره شرایط برابر کړي دي. برسیره پردې، په کلیوالي سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمیر زیاتوالی موندلی، د ښځو لپاره شغلي فرصتونه رامنځته شوي چې دا ټولې هغه مهمې برخې بلل کیږي چې په ترڅ کې یې روغتیايي سیستم پیاوړتیا موندلې ده.

"د موجوده ستونو  سربیره، د افغان دولت او د نورو پرمختیايي همکارانو اوږدمهاله تمرکز او پانګونه د دې سبب وګرځیده تر څو په دې هیواد کې روغتیايي وضعیت ښه والی ومومي". د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس، شوبهم چوهدري د دغه مطلب ّه څرګندولو سره زیاته کړه: " افغانستان لا په مخکې اوږده لاره لري تر څو کیفیت لرونکي روغتیايي خدمات د ټولو افغانانو لپاره یو شان وړاندې کړي او موږ هم چمتو یو تر څو له هغوی سره په دې برخه کې همکاري وکړو."

دغه رپوټ د زیاتو ننګوونو څرګندونکی دی. له ۲۰۱۰ زیږدیز کال راهیسې د میندو د روغتیا په برخه کې پرمختګونه لږ څه پڅ شوي دي. له ولایتونو څخه د معلوماتو را ټولول په تیره بیا له ناکراره سیمو څخه، ډېر ستونزمن کار دی او د افغانستان روغتیايي پایلې لا اوس هم د نړۍ له منځني حد څخه واټن لري. د همدې رپوټ د وړاندیزونو له مخې، د سیمه ایزو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو د جوړښتونو د استقلالیت پیاوړتیا، د معلوماتو د راټولولو په برخه کې زیاته پانګوونه، د څارنې د سیستم ښه والی او په شفافه توګه د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو د قراردادونو سپارل دا ټول له ډېرو کلیدي مواردو څخه ګڼل شوي دي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: 2018/110/HNP

اړیکه

په واشنګټن کې
آنوگراها (انو) پالان
(۲۴۰) ۴۰۷۸ ۵۶۵
apalan@worldbank.org
په کابل کې
عبدالرؤف ضیاء
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
هما امتیاز
د انځوریز خبر رسونې لپاره
(۲۰۲) ۲۴۰۹ ۴۷۳
himtiaz@worldbankgroup.org
Api
Api