Skip to Main Navigation
مطبوعاتي خپرونه 2018 فبروري 5

د افغان کډوالو کارګرانو عواید کولای شي، چې د افغانستان اقتصادي وده زیاته کړي

Image

کابل، د ۱۳۹۶ لمریز کال د سلواغې۱۶ مه – د یوه نوي راپور پر بنسټ، چې نن د افغانستان دولت او نړیوال بانک لخوا خپور شو، دا هېواد کولای شي، چې د هغو افغان کارګرانو لپاره، چې له هېواده بهر د کار په لټه کې دي، د کډوالی د اغیزناکو پالیسیو له لارې اقتصادي وده او کاري فرصتونه زیات کړي.

په قانوني ډول د افغان کارګرانو د کډوالي راپور د دې ښکارندوي کوي، چې له هېواده بهر افغانانو لپاره د رسمي کار د فرصتونو رامنځته کول او پراختیا سره کیدای شي، چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې په نقدي ډول، هغوی خپل درې چنده عواید افغانستان ته راولیږي. د دې راپور منځپانګه د دې څرګندوی کوي، هغه کډوال، چې بیرته هېواد ته راستانه کیږي، کولای شي، چې خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړي، په هېواد کې د پانګونې لپاره مالي سرچینې زیاتې او د کورنۍ اقتصادي ودې د هڅونې لپاره د کار پیدا کولو روحیه پیاوړې کړي.

" د هېواد مهمو اړتیا ته په پام، دا راپور په خورا مناسب وخت کې جوړ شوی او له همدې امله له دې راپور څخه هرکلی کوم. د دې راپور موندنې د مدیریت شوې اقتصادي کډوالي په وړاندې زموږ د دوامداره هڅو ښکارندوی دی، او کولای شي، چې د پراختیايي او کاري خنډونو او ستونزو په وړاندې د مبارزې په برخه کې اغیزمنې لارې وګڼل شي،"د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر جلالتمآب فیض الله ذ کي،دا څرګندونې د دې راپور د خپریدو پر مهال وکړې.

د افغانستان کمزورې اقتصادي وده او په عین حال کې د د دې هېواد د نفوس ورځ تر بلې زیاتیدل د کار پر بازار باندې د فشار راوستلو لامل شوی، څرنګه چې هر کال ۴۰۰ زره نوي کسان د کار بازار ته ننوځي، او یوازې د دې ارقامو نیمايي برخه په دې توانیږي، څو په افغانستان کې کار ومومي. د ارقامو دغه فیصدي، هیواد ته د بیرته راستانه کیدونکو کډوالو مجموعي شمیر ته په پام سره چې تمه کیږي هر کال له بهر څخه افغانستان ته راستانه شي، کیدای شي نوره هم زیاته شي او دغه وضعیت په خپل وار سره د کار کورنۍ بازار د خورا زیات فشار لاندې راوستی دی. نو په دې ډول اقتصادي کډوالۍ د ژوند د اړتیاوو پوره کولو په موخه یوه اړینه وسیله ګڼل کیږي، څنګه چې اوسمهال د ۱۶ سلنه افغان کورنیو یو غړی له هېواده بهر ژوند کوي او یا هم په بهر کې کار کوي

دغه راپور دا څرګندوي، چې په افغانستان کې د قانوني لارې نشتون څنګه له دې هېواد څخه د اقتصادي کډوالۍ لامل کیږي، چې له امله یی په ټولیز ډول هغه کارګران چې مسلکي مهارتونه نه لري او ډیری یې نالوستي دي، په خپل سري ډول له هېواده بهر د کار بازارونو ته تللي دي. دا ډول کډوالۍ د قانوني کډوالۍ پر خلاف دی، څرنګه چې د قانوني کډوالۍ په بربنسټ، کډوال کارګران په لومړي پړاو کې په هېواد کې دننه د لومړنیو کاري مهارتونو زده کړي ترلاسه کوي او له هغه وروسته په قانوني ډول بډایه اقتصادي هېوادونو ته د مشخصې مودې لپاره لیږل کیږي، چې د هغوی د کار او تنخواه تضمین ترسره کیږي او تر ټولو مهمه دا، چې هغوی وړاندې له دې، چې خپل هېواد ته بیرته راستانه شي، په هماغه کوربه هېوادونو کې د نویو مهارتونو د زده کولو فرصت له ځانه سره لري.

دا راپور د افغانستان د کډوالۍ د تګلارې په برخه کې د یوې اغیزمنې پالیسۍ لپاره څو سناریو ګانې او طرحې چمتو او وړاندیز کوي. په ځانګړې ډول، دا راپور سپارښتنه کوي چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په ګډه او همغږي ډول د کار د بازار یوه هر اړخیزه څیړنه او ارزونه یې وکړي، څو په بډایه اقتصادي هېوادونو کې د کار شته بارازونو کې د افغان کارګرانو لپاره د لاسرسي شرایط وڅیړل شي، او په پایله کې د کډوالۍ د مدیریت کولو منسجم سیستم را منځته کړي.

 که څه هم ترکیه او د خلیج سیمې هېوادونه د رسمي او قانوني کډوالۍ لپاره د بیړنیو فرصتونو رامنځته کولو مناسب ځایونه بلل کیږي، خو په ورته مهال په قانوني ډول د افغان کارګرانو د کډوالۍ راپور وړاندیز کوي، څو د افغانستان دولت د سیمې له نورو هېوادونو، لکه د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د بډایه غړیو هیوادونو سره هم خبرې اترې پیل او ورته تړونونه ترسره کړي.

"د مدیریت شوي اقتصادي کډوالۍ راتلونکی پتانسیل هم د افغانستان لپاره او هم د ټولې نړی لپاره هیله بښونکی ده”. په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، شوبهم چوهدري د دغه مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه: " د دغه راپور موندنې نه یوازې، چې د افغانستان د کډوالۍ د اړونده پالیسۍ او برنامو د منځپانګې په غني کولو کې اغیزمنه ونډه درلودلۍ شي، بلکه له افغان کارګرانو سره د هیواد څخه باندې چاپيریال کې د غوره شغلي فرصتونو په پيژڼدنې او هغو ته د لاسرسي بهیر کې مرسته کوي".

دا دریم راپور دی، چې د دغې موضوع په هکله د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په ګډه همغږي چمتو او خپریږي.


د مطبوعاتي خپرونې شمیره: SAR/2018

اړیکه

کابل
عبدالفتاح احمدزی
د عامه اړیکو سلاکار او ویاند
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت
۰۷۷۸۸۱۴۱۴۹
fa_ls@yahoo.com
عبدالرووف ضیاء
د عامه اړیکو مسوول
نړیوال بانک
۰۷۰۱۱۳۳۳۲۸
infoafghanistan@worldbank.org
Api
Api