مطبوعاتي خپرونه

د افغانستان له پاره دنړیوال بانک له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې نوې وړیا مرستې اعلان

2017 جون 13



د مالي مرستې دغه ټولګه او بسته ددې هیواد په حساسو شرایطو کې دافغانانو له پاره دنړیوال بانک دژمنې څرګندویه ده

واشنگټن، ۲۰۱۷ م کال دجون دیارلسمه– نړیوال بانک نن دافغانستان له پاره د ۵۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته دمالي مرستې ټولګه اوبسته دفقر او غربت دله منځه وړلو له پاره په دغه هیواد کې ددولت له هلو ځلو او هڅو څخه دملاتړ په منظور برابره کړه او دټولو افغانانو له پاره دوامدارې پرمختیا په منظور یې پخپلې دوام لرونکې ژمنې باندې تینګار وکړ.

په پام کې دي چې دمرستو دغه نوې ټولګه او بسته به دافغانستان له دولت سره په بیلابیلو برخو او ساحو، لکه دمهاجرینو له راستنیدو څخه رامینځته شوې ستونزې او کړکیچ، دخصوصي سکټور وده او پرمختیا، په پنځو ښارونو کې له پرمختیایي پروګرامونو څخه ملاتړ، دبریښنا رسولو شبکې پراختیا، دغذایي مصؤنیت ښه والی او دکلیوالي سرکونو جوړولو ساحې به تر مرستې او ملاتړ لاندې ونیسي. د نړیوالی پرمختیا ادارې له لارې، چې دغریبو هیوادونو له پاره د نړیوال بانک ګروپ تمویلوونکې برخه ده، دوړیا مرستې په بسته کې ۳۲۸ میلیونه ډالر شامل دي. دا په داسې حال کې دي، چې ددې بستې نورې پاتې مالي وجهې دافغانستان د بیارغونې صندوق پواسطه، چې د نړیوال بانک له خوا یې مدیریت کیږي، او همدارنګه دډنمارک، جرمني او جاپان هیوادونو له خوا برابریږي.

د افغانستان د دولت له هلو ځلو او هڅو څخه، دملاتړ ددغه مرستندویه بستې او ټولګې ستره موخه اوهدف، په داسې حال کې چې دغه هیواد په یو کمزوری او لړزنده اقتصادي حالت کې واقع دی، په څو کلیدي برخو باندې تمرکز کوي، ترڅو دخدمتونو دوړاندې کولو له پاره پرمختیایي محر کې او خو څښتونه پیاوړي کړي، او دغه خدمتونه په ډادمنه توګه برابرشي. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې دنړیوالو ځواکونو دوتلو له بهیر له سیاسي کړکیچن حالت سره یوځای دافغانستان دکمروزې اقتصادي ودې لامل وګرځید. دامنیتي ستونزو او ګواښونو زیاتوالی او له خپلو سیمو څخه دخلکو بې ځایه کیدنې ددولت له بودجې څخه په اغیزناکه استفاده باندې فشارونه زیات کړل.

"نړیوال بانک ګروپ نن د نوې وړیا مالي مرستې په منظورۍ یو ځل بیا د افغانستان په پرمختیایي ستونزو باندې د برلاسۍ په وړاندې خپله اوږد مهاله ژمنه نوې کړه،" دغه مطلب د افغانستان له پاره دنړیوال بانک د دفتر رییس شوبهم چودري څرګند کړ، زیاته یې کړه: "دافغانستان د دولت ثابتې او هیله من کوونکی لاسته راوړنې، په ډیرو برخو کې، له دې جملې څخه په بنسټونو او ادارو کې اصلاحات او سمونونه، دعوایدو راټولول، دښوونې او روزنې، اساسي روغتیایي او کلیوالي لارو جوړولو خدمتونو وړاندې کول ، اوس هم ددې هیواد د اقتصادي ودې دښه والي او ډیرې ښې راتلونکې له پاره زیاتو هڅو او هلو څلو ته اړتیا ده."

د ۵۲۰ میلیونه ډالرو وړیا مرستې په نوې بسته او ټولګه کې دالاندې شپږ پروژې شاملې دي:

  • له دې جملې څخه نړیوالې پرمختیایي ادارې، دافغانستان دبیارغونې صندوق دتمویلوونکو او یو شمیر نور تمویلوونکو هیوادنو ۴۵، ۲۰۵ میلیونه ډالره پیاوړې کوونکې مرسته ددې هیواد دولسي تړون پروګرام ته اختصاص ورکړل شوې، ترڅو له هغو څخه د دولت له هغو پرمختیایي پروګرامونو څخه په هغو سیمو کې دملاتړ له پاره استفاده وشي، چې کورني بې ځایه شوي پکې ځای پرځای شوي او همدارنګه په هغو سیمو کې، چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال پکې استوګن شوي دي.
  • د نړیوالی پرمختیايي ادارې له لارې ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرسته دپرمختیایي پالیسیو پروژې ته اختصاص شوي، ترڅو چې اقتصادي فرصتونو ته د افغانانو او اړوندو زیانمن شویو بنسټونو دلاس رسۍ دپراختیا په برخو کې له اصلاحاتو او دخصوصي سکټور له پیاوړتیا سره مرسته او ملاتړ وشي.
  • د نړیوالې پرمختیا ادارې له لارې ۲۰ میلیونه ډالره په ښاري سیمو کې داړوندو ملي ادارو له پاره د لازمو پالیسیو دتدوین او همدارنګه دپنځو ښارونو په مرکزونو کې دخدمتونو دوړاندې کولو دتنظیم ښه والی او پیاوړتیا رامینځته شي.
  • د نړیوالی پرمخیتا ادارې له خوا ۶۰ میلیونه ډالر دهرات ولایت دبریښنا رسولو پروژې له پاره اختصاص ورکړل شوي، ترڅو چې کورنۍ، مؤسسې، سوداګریزې ادارې او بنسټونه، په هغو سیمو کې، چې دمخه په دې ولایت کې مشخص او په نښه شوي دي، دبریښنا له انرژۍ څخه زیاته ګټه واخلي.
  • ۳۰ میلیونه ډالره دنړیوالې پرمختیا ادارې او نورو تمویلوونکو له خوا په افغانستان کې دغنمو دستراتیژیکو زیرمو او دغلو دانو دزیرمو داداره کولو دښه والي او اغیزناک والي له پاره دغله جاتو دزیرمو دستراتیژیکې پروژې له پاره برابر شوي دي. 
  • د کلیوالي لارو جوړولو په ملي پروژې کې جوړښتي بدلونونه، چې ددې پروژې هدف دکال په څلورو فصلونو کې دکلیو او بانډو د اوسیدونکو خلکو له پاره داستفادې وړ سرکونو جوړول دي، هم دنړیوال بانک داجرائیه هئیت دبورډ له خوا تائید شول. ددې پروژې په جوړښت او تشکیل کې ددغه بدلون له امله دافغانستان دبیارغونې صندوق وکړای شول ، چې ددې پروژې دتمویل له پاره زیاته ۱۰۵ میلیونه ډالره پیاوړې کوونکې مرسته هم برابره کړي.

___________

 

د مرستو د نوې بستې او ټولګې په هکله زیات معلومات او څرګندونې (جزئیات):

د افغانستان دولسي تړون له پروګرام سره ۱۲۷،۷میلیونه ډالر پیاوړې کوونکې مرسته، نن منظوره شوه، چې دنړیوالې پرمختیا ادارې دساحوي بې ځایه شويو دبیړني ځواب دسرچینو له لارې برابریږي. دغه مرسته دنوموړې پروګرام دخدمتونو وړاندې کولو بهیر او پروسه پراخوي، دفواید عامې په برخه کې دکارګرانو دشمیر دزیاتوالې له لارې دلنډ مهالي کار کسب او دندو لارې چارې برابروي او له عامه ګټو څخه وراخوا د ډله ییزو فعالیتونو له پاره په هغو ځایونو کې، چې کورني یا داخلي بې ځایه شوي پکې په مؤقت ډول ځای پرځای شوي او یا پکې راستانه شوي کډوال ځای پرځای شوي دي، هغوی ته داړتیا وړ مالي سرچینې برابروي. ددې پروګرام موخه او هدف دخلکو دپیوستون دلارو چارو پیاوړي کول او په کلیوالو، مشخص او ټاکل شویو ښاري سیمو کې د ډیرو بیوزلو، غریبو او زیانمن شویو وګړو له پاره دمرستې لازمې لارې چارې برابروي. ددې پروګرام ټوله بودجه ۲۰۵،۴۵ میلیونه ډالره ده، چې دنړیوال بانک پرمرستې او ملاتړ سربیره، دافغانستان دبیارغونې صندوق له خوا ۴۴،۳ میلیونه ډالره وړیا مرسته، دالمان پرمختیایي ادارې له خوا ۵، ۲۷ میلیونه ډالره او همدارنګه د ډنمارک هیواد له خوا ۹۵،۵ ډالره مرسته برابریږي. دیادونې وړ ده چې دولسي تړون پروګرام بودجه، چې په اوس وخت کې داجراء په درشل او حالت کې ده، ۶۲۸ میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې له دې جملې څخه ۱۰۰ میلیونه ډالره یې نړیوال بانک برابرکړي، په داسې حال کې چې ۱۲۸ میلیونه ډالره یې د دولت له منابعو او سرچینو څخه او پاتې نور ۴۰۰ میلیونه ډالر یې دافغانستان دبیارغونې صندوق له خوا برابر شوي دي. ددې پروګرام د لومړي پړاو موخه او هدف دزیربناوو تینګښت او پیاوړتیا او د ۳۴ ولایتونو په کلیوالیو سیمو او څلورو ښاروالیو کې ۸،۵ میلیونه افغان وګړوته (دڅښلو اوبو ته دټولو دلاس رسۍ په شمول) دټولنیزو خدمتنونو وړاندې کول دي.

د پراخو پرمختیایي پالیسیو پروژې ته ۱۰۰ میلیونه ډالره وړیا مرستې له افغانستان سره ددغه هیواد پرمختیایي موخو او هدفونو ته درسیدو په لاره کې ، چې دافغانستان دپرمختیا او سولې دملي پروګرام په چوکاټ کې مشخص او په نښه شوي دي، مرسته او ملاتړ کوي. دغه وړیا مرسته په عین حال کې له بودجې څخه زیانمن شویو برخو کې اقتصادي فرصتونو ته دلاس رسۍ او دخصوصي سکټور  دودې او پرمختیا دچوکاټ په تنظیم او دپالیسي دپیاوړتیا له پاره دپرمختیایي اصلاحاتو او سمونونو دراوستلو په برخه کې مرسته او ملاتړ کوي. په دغه اصلاحاتو کې په دې لاندې برخو، لکه دبې ځایه شویو او راستنیدونکو له پاره دپالیسۍ چوکاټ بندي، دځمکې مدیریت سوداګري او تجارت، دتجارتي جواز صادرول، ارتباطات او معلوماتي ټکنالوژي، الکترونیکي پولي معاملې او له دولتي سکټور سره دخصوصي سکټور په ګډې مرستې او هلو ځلو کې اصلاح او سمون شامل دي.

د ښاري پرمختیا دملاتړ پروژې دتمویل له پاره ۲۰ میلیونه ډالربه د کور جوړولو او ښاري پرمختیا وزارت وتوانوي، چې دتطبیق وړ پالیسۍ چوکاټ رامینځته او دهیواد په سطحه داړوندو ادراو دپالیسي جوړولو ظرفیت پیاوړی کړي. او په عین حال کې ښاري پلان جوړونه، اداره او دخدمتونو وړاندې کولو ظرفیت دپنځو ولایتونو (هرات، مزار شریف، کندهار، جلال آباد او خوست) په مرکزونو کې پیاوړي کوي.

۶۰ میلیونه ډالره دهرات بریښنا رسولو پروژې د تمویل له پاره د افغانستان بریښنا شرکت د پیاوړتیا دملاتړ او مرستې په منظور دی، ترڅو چې دغه بنسټ او اداره ۲۳۰۸۰۰ کورنیو او ۱۶۰۰ مؤسسو او سوداګریزو بنسټونو ته، چې دهرات په ولایت کې مشخص شوي دي، دبریښنا انرژي برابره کړي. دغه پروژه په مشخص ډول په دې لاندې برخو کې له پانګونې څخه ملاتړ کوي : (۱) دیو ۱۱۰ کیلو واټه ترانسمیشن تمدید، څلور سب سټیشنه د ۲۲۰ /۱۱۰ کیلوواټونو په ظرفیت او دهرات ولایت په څلورو ناحیو کې دمنځني او لوړ ولټاژ دویش دشبکو رامینځته کول، (۲) دموجوده شبکې پراختیا، پیاوړتیا او نوې جوړونه، دولایت په نورو برخو کې دبریښنا خدمتونو ته دښې او زیاتې لاس رسۍ په منظور او په نهایت کې په هغو کلیو کې، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې پکې دبریښنا شبکو تاسیسول امکان نه لري، دلمریزې بریښنا دکوچنیو ازمایښتي شبکو جوړول.

 ۲۰،۳ میلیونه ډالر، په افغانستان کې دغلو دانو دستراتیژیکو زیرمو درامینځته کولو دپروژې دتمویل له پاره، چې له امله به یې دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وکړای شي، چې دغنمو زیرمې رامینځته کړي، ترڅو چې دافغانانو کورنۍ دناپیش بیني شوي بیړنیو (اضطراري) حالاتو څخه وروسته دخپلو اړتیاوو دپوره کولو له پاره له هغو څخه ګټه واخلي او په عین حال کې به دغنمو دزیرمو بهیر هم په اغیزناک ډول تنظیم کړي. له نړیوال بانک څخه سربیره دجاپان دټولنیزې پرمختیا صندوق هم ددې پروژې له پاره ۹،۷ میلیونه ډالر برابروي. د دې پروژې له لارې دغلو دانو دوه موجودې زیرمې بیارغول شوي، څلور نوې جوړې شوي او دزیرمو دچارو دتنظیم له پاره لازم جوړښتونه طرحه او عملي کیږي. په پام کې دي چې ددې پنځه کلنې پروژې په پای کې به دزیرمو ظرفیت ۲۰۰۰۰۰ متریک ټنو ته زیات شي، چې دغه اندازه به د دوو ملیونو افغانانو اړتیاوې دشپږو میاشتو له پاره پوره کړي.

د کلیوالي لارو چوړولو دملي پروګرام په جوړښت کې رامینځته شوي بدلونونه ، دفرهنګی میراثونو دساتنې له پاره دنړیوال بانک دټولنیز مصؤنیت پالیسۍ په پام کې نیول هم له دې وروسته ددې پروګرام په تطبیق کې شامل دي، تر څو چې دفرهنګي میراثونو ساحو ته لاس رسی ، په ځانګړې توګه دبامیان په ولایت کې ښه والی ومومي، ددې پروګرام په تشکیل او چوکاټ  کې بیړنیو پیښو ته د چټک ځواب برخه هم ځای شوې ده، ترڅو دولت ته دا توان ورکړي چې دپیښو د رامینځته کیدو په صورت کې هغو ته پخپل وخت رسیدنه وشي، دغه جوړښتي بدلون ددې زمینه او لاره برابروي، چې دافغانستان دبیارغونې صندوق ۱۰۵ میلیونه ډالره وړیا پیاوړې کوونکې مرسته ددې پروګرام د دوام له پاره برابره کړي. ددې پروګرام اصلي بودجه ۳۳۲ میلیونه ډالره ده، چې له دې جملې څخه ۱۲۵ میلیونه ډالره یې نړیوال بانک او نور ۲۰۷ میلیونه ډالر یې دافغانستان بیارغونې صندوق له خوا برابر شوي دي. دغه پروګرام د ۲۰۱۲ میلادي کال د اګست له میاشتې راپدیخوا دوام لري.

د رسنیو اړیکې
په واشنگټن
ایلینا کارابان
تیلفون: +۱۲۰۲۴۷۳۹۲۷۷
ekaraban@worldbank.org
په کابل
عبدالرووف ضیاء
infoafghanistan@worldbank.org



د مطبوعاتي خپرونې شمیره:
SAR/2017

Api
Api

Welcome